د عمان حکومت منلې ده چې د ګوانتانامو زندان لس تنه بندیان دغه هېواد ته انتقال شوي دي.
په هغې اعلامیه کې چې د عمان د شاهي دولت لهخوا په دې اړه خپره شوې د دغو بندیانو هویت نهدی ښودل شوی.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه لس تنه بندیان په مؤقتي ډول په دغه هېواد کې ساتل کېږي.
عمان ته د دغو لسو تنو له انتقال سره د ګوانتانامو زندان د بندیانو شمېر ۴۸ تنو ته رسېږي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې څلور نور زندانیانیې چې په خټه د یمن وو د جنورۍ پر شپږمه سعودي عربستان ته لېږلي دي.
د امریکا حکومت داسې مهال د ګوانتانامو د بندیانو شمېر راکموي چې د ولسمشر بارک اوباما د کاري دورې یوازې څو ورځې پاتې دي.
اوباما ژمنه کړې وه چې د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې به د ګوانتانامو زندان وتړي.
نوموړي د جنورۍ پر لسمه نېټه د ولسمشر په توګه د خپلې وروستۍ وینا پر مهال یو ځل بیا د ګوانتانامو زندان د تړلو په برخه کې د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.
هغه وویل:
"ما کار کړی دی څو د ترورېزم په وړاندې جګړه پر یوه پیاوړي قانوني اساس ودروم، له همدې کبله مو ځورونه پای ته ورسوله، د ګوانتانامو زندان د تړلو لپاره مو هڅې وکړې او په قوانینو کې مو اصلاحات راوستل، څو د خلکو خصوصي حریم او مدني ازادي مو خوندي کړې وي، له همدې کبله مې د امریکایي مسلمانانو په وړاندې تبعیض رد کړی دی، هغوی زموږ په څېر وطن پالونکي دي."
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وایي تمه ده منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د واک تر لېږد دمخه د ګوانتانامو زندان نور بندیان هم نورو هېوادونو ته انتقال شي.
ډونالد ټرمپ ویلي د لوړې تر مراسمو وروسته به نورو هېوادونو ته د بندیانو د لېږد پروسه ودروي.
د جنورۍ پر درېیمه نېټه ټرمپ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو چې باید له ګوانټانامو څخه نور کسان خوشي نهشي.
There should be no further releases from Gitmo. These are extremely dangerous people and should not be allowed back onto the battlefield.
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 3, 2017
ټرمپ د کیوبا په ګوانتانامو جزیره کې د امریکا د پوځ په محبس کې بندي کسان ډېر خطرناک وبلل.
منتخب ولسمشر ویلي چې دغو زندانیانو ته باید اجازه ورنهکړل شي چې بېرته د جنګونو ډګرونو ته ولاړ شي.