د کندهار پېښې د څېړلو لپاره یو بل پلاوی دغه ولایت ته رسېدلی

په کندهار کې د وروستۍ ترورېستي حملې په اړه دڅېړنو یو پلاوی پرون ماښام هغه ولایت ته ورسېد.

د ازادي راډیو خبریال وايي، د پلاوي مشري د ولسمشر سلاکار داود ګلزار کوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې په دې پلاوي کي د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست، د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې او لويې څارنوالۍ استازي شامل دي.

دا درېیم پلاوي دی چې د پېښې په اړه د څېړنو لپاره کندهار ته ځي.

تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو یو پلاوی هم د څو ساعتونو لپاره کندهار ته تللی وو خو د خپلو څېړنو په اړه‌یې هېڅ ډول معلومات له مطبوعاتو سره نه‌دي شریک کړي.

په کندهار کې تېره اوونۍ د والي په مېلمستون کې د چاودنې له امله یوولس کسان ووژل او یو شمېر نور زخمیان شول.

په دې حمله کې د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي هم ووژل شو چې جنازه‌یې پرون یکشنبه د کندهار ښار په میرویس نیکه مېنه کې خاورو ته وسپارل شوه.