د افغانستان بیرغ به نن دوشنبه هم نیم ځوړند وي

د افغانستان بیرغ به پر دولتي ودانیو نن دوشنبه هم نیم ځوړند وي او په ټول هېواد کې ملي ماتم دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار، هلمند او کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو له امله چې د متحده عربي اماراتو د پنځو ډپلوماتانو په ګډون ګڼ شمېر خلک په‌کې ووژل او زخمیان شول، ملي ماتم اعلان کړ.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني په دې اړه په یوه فرمان کې چې د ملي امنیت شورا ته‌يې د عملي کولو دنده سپارل شوې، غوښتنه کړې چې د وژل شویو اماراتي ډیپلوماتانو د درناوي لپاره په کندهار کې یادګاري څلی جوړ شي.