خوګياڼی: د تښتول شویو دیني عالمانو د ژغورنې هڅې روانې دي

په ننګرهار کې د ۱۳ تښتول شویو دیني عالمانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي، پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې داعش وسله‌والو په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دیني عالمان په یوه مدرسه کې د ازموینې له بهيره تښتولي دي.

خوګیاڼي زیاته کړه:

"په هغې سیمه کې دا کسان تښتول شوي، وسله‌وال طالبان فعالیت نه‌لري او داعش وخت نا وخت داسې غلچکۍ حملې کوي."

ښاغلي خوګياڼي په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تښتول شویو دیني عالمانو د ژغورنې لپاره د روانو هڅو په اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې‌ویل چې پرمختګ شوی دی.

د هسکې مېنې ولسوالۍ په شپول سيمه کې ۱۳ دیني عالمان پرون داعش وسله‌والو ناڅرګند ځای ته تښتولي دي.