د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون او د باختر اطلاعاتي آژانس مسؤلان وايي، له مسلکي پلوه په خپلو چارو کې خپلواک نهدي او ځیني وخت د داسې موضوعاتو د خپرېدو غوښتنه ترې کېږي چې د رسنیو د اصولو خلاف دي.
د ملي راډیو ټلوېزیون رئیس محمد زرین انځور د یکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته وویل، لا هم د ملي شورا په ګډون یو شمېر دولتي بنسټونهیې په چارو کې بېځایه لاسوهنې کوي.
ښاغلی انځور وايي، دې ډول مداخلو د ملي راډیو ټلوېزیون چارې ټکنۍ کړي دي.
نوموړی وايي:
"تر اوسه هم مداخلې شته زموږ مسلکي کار یا هغه کار کې چې موږ یې باید پرېکړه وکړو، ځیني وخت مقامات له موږه خوابدي کېږي هم. زموږ په مسلکي چارو کې لاسوهنې زموږ کار ټکنی کوي."
ښاغلی انځور وايي، ملي راډیو ټلوېزیون لا هم خپلواکه نهدي او په ډېرو مواردو کې په حکومت پورې تړلی دی.
دی زیاتوي د ملي راډیو ټلوېزیون د پوره خپلواکۍ او له یو حکومتي رسنۍ څخهیې ملي رسنۍ ته د بدلون په هدف افغان حکومت ته یوه طرحه هم وړاندې کړې.
د افغانستان ملي راډيو ټلوېزیون د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پورې اړوند و خو د ملي یووالي د حکومت تر رامنځته کېدو یو څه موده وروسته خپلواک اعلان شو.
راډیو په افغانستان کې خپلې خپرونې د غازي امانالله خان او ټلوېزیون خپلې خپرونې د شهید سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال پیل کړې او تر ډېره ملي راډیو ټلوېزیون په افغانستان کې لومړنۍ تصویري رسنۍ وه خو د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځېدو وروسته افغانستان کې یو شمېر خصوصي ټلوېزیونونو او راډیوګانو هم په کار پیل وکړ چې د سیالۍ ډګر یې د یاد راډیو ټلوېزیون لپاره ستونزمن کړ.
باختر دولتي اژانس بیا په ۱۳۱۸ لمریز کال کې په کار پیل کړی چې اوسمهال په افغانستان کې د دغه دولتي اژانس په ګډون لسګونه نور خبري اژانسونه هم فعالیت لري.
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان بیا وايي، ولسي جرګه د دولت د یوې قوې په توګه حق لري چې د خپلو خبرونو د خپرولو لپاره د ملي راډیو ټلوېزیون څخه غوښتنه وکړي او دا یې حق دی نهمداخله.
په ورته وخت کې د باختر اطلاعاتي آژانس مرستیاله ماري نبرد اهین وايي، دغه آژانس ته د حکومت د نهپاملرنې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دا زیاتوي، دوی هم په ډېرو مواردو کې خپلواکي نهلري او د خلکو ستونزو ته لکه څنګه چې لازمه ده انعکاس نهشي ورکولای.
نوموړې وايي:
"موږ ټوله ورځ د وژنو، انتحاري حملو او امنیتي ستونزو راپورونه خپروو، موږ په دې کار سره له خلکو نه د راتلونکې په اړه هیلې اخیستې. زه څنګه کولای شم په دې کې تغییر راوړم، یوه اندازه خپلواکي دې راکړي، کله چې د جمهوري ریاست خبر راځي راته ویل کېږي چې پهکې لاس مهوهه، زه د مسلکي پلوه هېڅ استقلال نهلرم."
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات چې په دغې غونډه کې ګډون کړی و د ځینو ستونزو په منلو سره وايي، ټولې رسنۍ د رسنیو د قانون په چوکاټ کې خپله خپلواکي لري او ملي ګټو ته په پام په خپلو چارو کې خپلواکه دي.
ښاغلی سادات زیاتوي:
"دا چې د حکومت له لوري پر موږ کوم څه تحمیل شوي وي زه ورسره مخالف یم، ویاند او یا هم د جمهوري ریاست کوم مطبوعاتي سلاکار موږ ته نهدي ویلي چې څه نشر کړو، په ټولې ازادۍ سره کار کوو خو د ځینو ستونزو په اړه په جدیت سره فکر کوو."
د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون چارواکي د ستونزو تر څنګ بیا په یاده اداره کې د ځینو پرمختګونو یادونه هم کوي وايي چې د څلورو لسیزو د ملي ارشیف د موادو د ډیجیټل کولو کار روان دی.
مسؤلان وايي، د ملي راډیو ټلوېزیون په چوکاټ کې د څلورو نورو چینلونو د جوړېدو لپارهیې هم افغان حکومت ته وړاندېزونه کړي دي.
راپور: عبادالله حنانزی