اجرائیه ریاست: د سولې عالي شورا سلاکار "مجاهد" له دندې ګوښه شو

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې د سولې شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د پرېکړې پر اساس له دندې ګوښه شو.

د اجرائیه ریاست یوه ویاند امید میثم نن ازادي راډیو ته وویل چې عبدالحکیم مجاهد د وروستیو ناسمو څرګندونو له کبله له دندې لیرې شو.

ښاغلي میثم زیاته کړه:

"د ملي یووالي حکومت د مشرتابه د پرېکړې پر اساس عبدالحکیم مجاهد د غیر مسؤلانه څرګندونو له کبله د سولې د عالي شورا له غړیتوبه لیرې شو."

د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد شاوخوا درې ورځې وړاندې په یوې غونډه کې طالبان د سولې فرښتې بللې وې.

که څه هم عبدالحکیم مجاهد د ملي یووالي د مشرتابه د وروستۍ پرېکړې په اړه څه نه‎دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د ده له خبرو نا سمه اخیستنه شوې او ده یوازې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد رباني خبرې نقل قول کړي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګه وايي، څوک چې د نظام له ادرسه د عامو خلکو له قاتلینو ملاتړ کوي باید سزا ورکړل شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سولې د عالي شورا د یوه غړي وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې حکومت باید دا ډول کسانو ته سزا ورکړي.