عراقي پوځیان د موصل پوهنتون کنټرول په لاس کې لري

د عراق پوځي قوماندانان وايي، پوځيانو یې په بشپړه توګه د موصل پوهنتون کنټرول له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه نیولی دی.

دا پوهنتون د موصل ښار په شمال برخه کې د دجلې سیند ختیځې غاړې ته پروت دی.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش جنګیالیو له دې پوهنتون نه د پوځي تم‌ځای په توګه ګټه اخیستله.

عراقي چارواکو ویلي چې داعش د دغه پوهنتون له لابراتوارونو څخه د کیمیاوي وسلو په جوړولو کې هم کار اخیست.

عراقي پوځیان هڅه کوي چې د موصل ښار ختیځه برخه ونیسي.