د عراق پوځي چارواکي وایي، د دغه هېواد پوځ وتوانېد په ځانګړو پر مختګونو سره د موصل ښار پوهنتون ته ننوځي.
راپورونه وایي، د دغه پوهنتون په انګړ کې د عراقي ځواکونو او د اسلامي دولت ډلې تر منځ سختې نښتې شوي دي.
ویل کېږي عراقي ځواکونه د موصل ښار د پوهنتون د نیولو په هدف تېره ورځ د پوهنتون انګړ ته ننوتلي چې په نتیجه کې یې له هغه ځایه د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د موصل ښار پوهنتون په ۲۰۱۴ کال د داعش ډلې لاندې کړ چې ویل کېږي له هغه وخته یې د یوه پوځي مرکز په توګه کاروي.
عراقي چارواکي وایي، د اسلامي دولت ډلې د دغه پوهنتون له لابراتوارونو څخه د کیمیاوي وسلو د جوړولو لپاره هم کار اخستی دی.
د موصل پوهنتون په ۱۹۶۰ میلادي کال کې تاسیس شو او د عراق یو له معتبرو پوهنتونونو څخه شمېرل کېږي.