عباس: بیت المقدس ته د امریکا سفارت راوړل خطر ناک اقدام دی

د فلسطین مشر محمود عباس د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي.

د فلسطین مشر مرکچي صائب عریقات وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره یې د لیدو پر مهال د محمود عباس پیغام له روسیې سره مطرح کړی دی:

"زموږ د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد سفارت بیت المقدس ته انتقال کړي او دا زموږ لپاره سره کرښه او یو خطرناک اقدام دی."

د فلسطین مشر خبرداری ورکړی چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال هڅه به د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې خبرې ودروي.

محمود عباس د جنورۍ په دیارلسمه د فرانسې فیګارو ورځپاڼي ده ویلي وو چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال به نه یوازې د دوو ملتونو ترمنځ د اړیکو په خرابولو کې د امریکا رول ته مشروعیت ورکړي، بلکه د فلسطین او اسرائیل تر منځ د سولې حل لاره به له منځه یوسي.

فلسطینیان د یوه داسې خپلواک هېواد غوښتونکي دي چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي، خو اسرائیل دا ښار خپل پایتخت بولي.

په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د عرب او اسرائیل تر منځ جګړه کې بیت المقدس اسرائیلو لاندي کړ.