روسیې له ټرمپ نه غوښتي چې د سوریې د سولې خبرو کې برخه واخلي

روسیې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې چې تر نږدې یوې اوونۍ پورې رسماً خپل کار پیلوي، غوښتي چې د سوریې د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې د سوریې د سولې مذاکرات د جنورۍ پر ۲۳ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې وشي.

ترکیه چې ددغو مذاکراتو یوه منځګړې ده ویلي چې واشنګټن ته به په دغو خبرو کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، د سوریې د سولې راوستلو په اړه د امریکا او روسیې ګډې هڅې تېر کال بې نتیجه شوې له همدې کبله د بارک اوباما اداره د استانې خبرو ته نه ده بلل شوې، خو وایي کېدای شي د ډونالډ ټرمپ اداره په دې غونډه کې حضور ته وهڅېږي.

د سوریې د سولې په اړه د استانې غونډه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د کار د پیل په درېیمه ورځ ترسره کېږي.