رسولي: د ۳ پخوانیو امنیتي چارواکو دوسیو څېړلو کې پرمختګ شوی

د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د پخوانیو درېیو مرستیالانو د دوسیو په څېړنه کې ځيني پرمختګونه شوي او په دې اړه ټاکل شوی پلاوی به راونه اونۍ یوې ښې نتیجې ته ورسېږي.

د لويې څارنوالې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډيو ته په دې اړه وویل.

"د څېړنو پلاوی له یوه منظم پلان سره کاري جریان مخته وړي، پلان داسې دی چې د ۱۳۹۱ کال نه تر ۱۳۹۴ کاله پورې ټول تړونونه څېړل کېږي موږ دا ټول راغوښتي دي او د اونۍ په جریان کې پلاوی ان شاءالله یوې ښې نتیجې ته رسېږي چې هغه به بیا له تاسې سره شریکه کړو."

شا اوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د یو حکم په صادرولو سره د کورنیو چارو وزارت درې پخواني مرستیالان مجتبی پتنګ، جمیل جنبش او جمال ناصر صدیقي ممنوع‌ الخروج اعلان کړل او دوی یې د لا څېړنو په هدف لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.