د امریکا پوځي چارواکي وایي، په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې یو مهم غړی د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو د برخې مشر پیټرکوک پرون وویل، د القاعده مشر عبدالغني اراسس د یمن په لرې پرتې سیمې البیضا کې د امریکا د هوایي برید پر مهال د جنوري په اتمه وژل شوی دی.