د ټرمپ او پوتین د ټلیفوني خبرو د تنظیم خبرې شوي

راپورونه وايي د امريکا د منتخب ولسمشر د ملي امنيت سلاکار په واشنګټن کې د روسيې له سفير سره د ټرمپ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ترمنځ د ټليفوني خبرو پر تنظيم خبرې کړې دي.

د ډونالډ ټرمپ د ملي امنيت سلاکار مايکل فلېن «Michael Flynn» او د امريکا لپاره د روسيې سفير سيرګي کيس-لياک «Sergey Kislyak» تېره مياشت په دې باب سره خبرې کړي دي.

رويټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د ټرمپ د وياند شان سپايسر «Sean Spicer» په حواله راپور ورکړى چې د واشنګټن پوسټ هغه راپور يې تائيد کړى چې په کې ويل شوي فلېن او د روسيې سفير په خپلو کې ټليفوني خبرې درلودې.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پنج شنبې په ورځ په يوه مطلب کې د امريکا د يوه مقام په حواله چې نوم يې نه و اخيستل شوى راپور ورکړى و، دغه ټليفونې خبرې د ډسمبر پر ٢٩مه هغه وخت شوي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما له امريکا د ٣۵ روسي ډيپلوماتانو د اخراجولو امر وکړ.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس هم د جمعې په ورځ د يوه امريکايي چارواکي په حواله راپور ورکړ چې فلېن او د روسيې سفير کيس لياک په هماغه ورځ چې اوباما د روسي ډيپلوماتانو د اخراج امر وکړ، په خپلو کې خبرې کړې دي.

خو د ټرمپ وياند وويل، د ملي امنيت سلاکار او د روسيې سفير په خپلو کې د ډسمبر پر ٢٨مه خبرې کړي؛ د ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين ترمنځ يې د يوې ټليفوني مکالمې پر تنظيم خبرې وکړې چې د ښاغلي ټرمپ د لوړې تر مراسمو وروسته وشي.

ښاغلى ټرمپ راتلونکې جمعه لوړه کوي.