د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن په ابوظبۍ کې له ايرلنډ سره په الف ګروپ کې د کرکټ مسابقه لري.
افغانستان به په دې ګروپ کې خپله دويمه مسابقه له متحده عرب اماراتو سره په ابوظبۍ کې د دوشنبې په ورځ کوي.
درېيمه ګروپي مسابقه به يې په دوبۍ کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ له ناميبيا سره وي.