ننګ: فراه کې د هیرئینو ۵ فابریکې له منځه یووړل شوې

په فراه کې د هيروئينو د پروسس او توليد پنځه فابريکې او ٧زره کيلوګرامه مخدره مواد چې ارزښت يې ٦ مليونو ډالرو ته رسېږي، له منځه يووړل شول.

د فراه والي وايي، دغه فابريکې په بکواه ولسوالۍ کې وې چې د جمعې سهار وختي، د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې له منځه وړل شوي دي.

محمد اصف ننګ تېره شپه ازادي راډيو ته وويل:

"د طالبانو اړوند د هيروئينو د پروسس ۵ فابريکې او ۵ ماشينونه په کې له منځه لاړل، د ٧زره کيلوګرامو په اندازه په کې نشه يي مواد لکه امونيم کلورايد، پروسس شوي هيروئين، چرس او نور اړوند مواد سوځول شوي او له منځه تللي دي."

د فراه والي وايي، د دغو فابريکو او نشه يي موادو د له منځه وړلو عملياتو کې چې ٨ ساعته يې دوام وکړ، څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په بکواه ولسوالۍ کې دوې مياشتې مخکې هم د هيروئينو د توليد پنځه فابريکې له نشه يي موادو سره يوځاى له منځه وړل شوې وې.