د سوریې حکومت وايي، کوم راکټونه چې د اسرائیلو له لوري وار شوي له پلازمېنې دمشق بهر پر یوې پوځي اډې لګېدلي دي.
د سوريې د پوځ د قوماندې مرکز نن ویلي چې د اسرائیلو له شماله پرون شپه څو راکټې وار شوي چې تر ډېره پر هغه مرکز لګېدلي چېرته چې د جمهوریت د ساتونکو په نوم پوځیان پکې مېشت و.
اسرائیل تر اوسه دا رپوټونه نه تائید او نه هم رد کړي دي.