ماټیس: پر پاکستان به د افراطي ډلو د فعالیت بندولو فشار راولم

د امریکا دفاع وزارت ته کاندید متقاعد جنرال جېمز ماټیس وايي پر پاکستان به فشار راولي چې پر خپله خاوره د هغو ډلو فعالیت بند کړي چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي.

هغه سناتورانو ته په خطاب وویل که د دفاع د وزیر په توګه وټاکل شي، پرهغو ټولو لاروچارو به غور وکړي څو د هغو افراطي ډلو پناه ځایونه له منځه یوسي چې د افغانستان امنیت اوثبات یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

جېمز ماټیس پرون د دفاع وزارت لپاره د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاندید په توګه د سنا د پوځي خدماتو کمېټې تائید ترلاسه کړ او نن به د هغه پر کانديدۍ عمومي رایي ګیري وشي.

جنرال ماټیس ټینګار وکړ چې به سیمه کې هېوادونه دا مسؤلیت لري چې په افغانستان کې د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د بیارغونې دبهیر ملاتړ وکړي او مرسته ورسره وکړي.

جېمز ماتیس ۶۶ کلن دی، څلور لسېزې یې په پوځ کې خدمت کړی او په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تقاعد شوی دی.

هغه د افغانستان په جنوب کې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو «مرین» قوماندان و او هم یې د امریکا د پوځ په مرکزي قومانداني کې او افغانستان جګړې اداره کړي دي.