د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویتنام ته تللی

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویتنام ته تللی دی.

کري به د وییتنام له صدراعظم نګویین خوان فوک او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په هانوی کې وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له وییتنام وروسته پاریس او لندن هم ولاړ شي.

جان کري به د جنورۍ په اتلسمه سویس ته ولاړ شي څو د نړۍ په اقتصادي غونډه کې په داوس ښار کې برخه واخلي.

دا به د جان کري د سفرونو وروستی دور وي ځکه تمه ده د جنورۍ په شلمه د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ نوی حکومت لوړه وکړي.

کري په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر شو او تر اوسه یې د نړۍ ۹۱ هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د جان کري پر ځای رکس ټیلرسون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته کاندید شوی دی.