میرکل: اروپا باید د امریکا پر دایمي ملاتړ تکیه ونه کړي

د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل پر اروپایې ټولني غږ کړی چې په خپلو کې امنیت او دفاعي همکاري ډېره کړي او دا چې نور باید تل د امریکا پر ملاتړ تکیه ونه کړي.

د مرکل دغه پرونۍ څرګندونې داسې مهال شوي چې په اروپا کې خلک د امریکا د منتخب ولسمشر لخوا له ناټو سره د اړیکو د ژمنو په اړه ډاډه نه دي.

مرکل په ښکاره د ټرمپ نوم وانخیست، خو ظاهراً د دې اشاره د ټرمپ هغو څرګندونو ته وه چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال یې ویلي له ناټو متحدینو سره د همکارۍ په اړه کړي وې.

میرکل چې په بروکسل کې یې د افتخاري دکتورا تر لاسه کولو پر مهال خبرې کولې وویل، زه ډاډه یم چې اروپا او اروپایې ټولنه باید زده کړي چې په راتلونکي کې په نړۍ کې لا ډیر مسؤلیتونه واخلي.

دا وایي له اروپاییانو سره د نږدې همکاریو تلپاتی ضمانت نشته او دا به سادګي وي چې پر نورو تکیه وکړو څو زموږ په ګاونډ کې ستونزې حل کړي.

مرکل زیاته کړه اروپا په خپلو پولو او شااوخوا سیمه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده چې په هغه کې د کډوالۍ بحران، تروریزم، د سوریې جګړه، د اوکرایین په ختیځ کې شخړي او په افریقا کې بطوزلي او قحطي پکې شامله ده.