د اماراتو خیره ټولنې: افغانستان کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو

د متحده عربي اماراتو خیریه ټولنې وایي دوی به په افغانستان کې خپل مرستندویه ماموریت ته دوام ورکړي او تروریستي فعالیتونه به اړو خلکو ته ددوی د مرستو رسولو مخه ډب نه کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې پر یوه مېلمستون د برید په نتیجه کې د کندهار د والي مرستیال او عربي متحده اماراتو پنځو ډیپلوماټانو په ګډون دولس تنه ووژل شوه او د کندهار د والي په شمول ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

عرب ډیپلوماټانو له افغان چارواکو سره د زده کړې او نورو پراختیایې پروژو په اړه غونډه درلوده.

د متحده عربي اماراتو د سرې میاشتې مشر ډاکټر محمد عتیق ال فلاحي ویلي چې دا ډول تروریستي کړنې د دوی بشري هڅې نشي اغېزمنولی.

الفلاحي زیاتوي چې کارکوونکي یې چمتو دي خپل پروګرامونه د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره برخه کې عملي کړي.

د الفلاحي په خبره د عربي متحده اماراتو سرې میاشتې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې چې د کورونو، ښونځیو، روغتونونو او نورو خیریه مرکزونو جوړول پکي شامل دي، د سلګونو میلیونو ډالرو په لګولو سره د پام وړ رول لوبولی دی.