ارزګان د افغانستان جنوب کې یو له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د مسؤلینو په خبره د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ پهکې درنې جګړې روانې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ برخې معین مسعود احمد عزیزي چې له یو پلاوي سره ارزګان ته تللی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي وضعیت د ارزونې او د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په هدفيې دغه ولایت ته سفر کړی.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه:
"موږ ارزګان ته راغلي یو څو دلته امنیتي وضعیت وڅېړو او د پولیسو لیکو کې ژور اصلاحات راولو، دلته ستونزې شته خو پر حليې جدي کار روان دی، پولیس ته مو د تعلیم او تربيې مرکز جوړ کړ، ټول پولیس بایومټریک سیسټم ته اړوو او همداراز موږ نن د جګړې سیمه کې یو شمېر هغه پولیس چې د ستاینې وړ وو وستایل او هم مو لازمې لارښوونې ورته وکړې."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ارزګان ولایت پخواني امنیه قوماندان ولي جان سرحدي ویلي و چې ۱۲ خیالي پولیسيې د پولیسو له لیکو ایستلي خو د ولایتي شورا غړو نیوکه کړې چې یو شمېر هغه پولیس هم له تشکیله ایستل شوي چې د جګړې په لومړیو کرښو کې يې دندې ترسره کولې.
په ورته وخت کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندانۍ مسؤلین هم وايي چې په دغه ولایت کې امینتي ځواکونو عملیات پیل کړي او پرمختګيې کړی.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال رحمتالله صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ترینکوټ جنوب کې د ګډو امنیتي ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي چې څلور کېلو متره پرختګيې کړی چې د ترینکوټ اړوند سفید خار، ګوګرک، باقرکاریز او یو شمېر نور کلي هم له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوي دي.
د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال رحمت الله صدیقي
ښاغلي صدیقي زیاته کړه:
"موږ ګډ چاڼيز عملیات پیل کړي چې ګڼې سیمې مو له مخالفینو نیولي او هغوی مو سخت ځپلي، موږ غواړو چې عملیات نور هم وغځوو او پرمختګ وکړو او موږ په نیول شویو سیمو کې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي دي، د پولیسو سره ولسي خلک هم ښه همکاره دي او کلک ملاتړ يې کوي."
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو چې د طالبانو ځیني مهم قوماندانان د کوټې په شورا کې تر اختلافاتو وروسته د ارزګان چهارچینو ولسوالۍ ته تللي او هلتهيې له خلکو سره خبرې پیل کړي خو د ملي دفاع وزارت بیا ویلي و چې د افغان پوځ له لوري به وځپل شي.
راپور: شریفالله شرافت