د بشري حقونو فعال او د افراطیت ضد اتحاد مشر ثمر عباس پنځم کس دی چې په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې تری تم کېږي او ورسره ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه په اندېښنه کې دي.
د بشري حقونو څار سازمان یا هیومن رایټس واچ ویلي، د بشري حقونو د پنځو فعالانو او وتلو خبریالانو پرلهپسې تري تم کېدل په دې مسایلو کې د حکومت د احتمالي لاس لرلو په اړه اندېښنې ولاړې کړي دي.
د ثمر عباس یوه ملګري طالب رضا فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل، ثمر عباس د شنبې په ورځ له کراچۍ نه اسلاماباد ته له رسېدو سره سم تري تم شوی دی.
طالب رضا ویلي، داسې ښکاري چې ثمر عباس په دغه هېواد کې د مترقي او ازادي غوښتونکو غږونو د غلي کولو لپاره تري تم کړای شوی دی.
نوموړی وايي:
"د افراطیت ضد اتحاد مو د دې لپاره جوړ کړ چې د اقلیتونو حقونه وغواړو. ثمر عباس د تندلارو او ناقانونه ډلو پر ضد مبارزه پیل کړه موږ هم په لاریونونو سره د اقلیتونو د حقونو غوښتنه وکړه."
ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې پاکستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو په فعالانو محدودیت زیاتېږي.
د پاکستان بشري حقونو فعالان هم وايي، د تري تم شویو کسانو په اړه د حکومت چوپتیا دا شک په یقین بدلوي چې د دغو کسانو په تري تم کولو کې حکومتي ادارې لاس لري.
د خېبر پښتونخوا د بشري حقونو کمېسیون مشر شېر محمد زیاته کړه:
"د دوی له دغه عمل «بشري حقونو مبارزو» سره د بل چا هېڅ قسم بدي نهشي راتلای پرته له هغو ادارو چې په هغوی دا تور لګېږي چې خلکیې تښتولي دي. هغوی یې وژلي یا یې ورک کړي دي. په دې سبب په حکومتي ادارو دا تور نور هم یقیني کېږي چې دا کار هغوی کړی دی."
اخوا د تري تم شویو کسانو د قضیو حقیقت موندنې فعاله آمنه مسعود جنجوا وايي، حکومتي چارواکي او په خاصه توګه د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان په دې اړه ان د خبرو لپاره هم وخت نهورکوي.
د تري تم شویو کسانو د قضیو حقیقت موندونکې امنه مسعود جنجوا زیاته کړه:
"موږ خو داسې احساس کوو چې په یوه زندان کې یو. پاکستان یوه بندیخانه جوړه شوې ده. ماسره د خبرو لپاره د کورنیو چارو وزیر یوازې پنځه دقیقې وخت راکړ. هغوی ژمنه وکړه چې دا ستونزه به هواروي خو بیا په دې مسئله «د تري تم شویو کسانو» باندې د هغوی علاقه بیخي ختمه شوه."
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان وړمه ورځ د پاکستان سنا جرګې ته وویل چې د تري تم شویو کسانو د لټون لپارهیې هڅې پیل کړي دي.
پاکستاني چارواکو مخکې هم د خلکو په تري تم کولو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
پاکستان کې نهیوازې مخکښ خلک تري تم کېږي بلکې عام خلک په تېره بلوڅان هم له کلونو راهیسې تري تم کېږي.
د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان مشر نصرالله بلوڅ ویلي۲۰۱۶ کال کې څه باندې شپږ نیم سوه بلوڅان ورک شوي چې له ډلې یې ۱۱۶ کسان بېرته مړه موندل شوي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي چې دوی او خبریالان په پاکستان کې هم له تُندلارو په امن نهدي او همیې امنیتي ادارې ځوروي.
راپور: صفيالله ستانکزی