کلېپر: د ټرمپ ضد اسناد د امریکا استخباراتي ادارو ندي خپاره کړي

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر جېمز کلېپر د هغه هېواد منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې هغه اسناد چې وايي، روسیه د هغه پر ضد داسې معلومات لري چې د شرم وړ دي، د امریکا د استخباراتو ادارو نه دي خپاره کړي.

جېمز کلېپر ویلي چې پرون چهارشنبه یې له ټرمپ سره خبرې کړي دي.

رپوټونه وايي، ډونالډ ټرمپ ته تېره اوونۍ د معلوماتو ورکولو په اوونیزه غونډه کې د روسیې د استخباراتو اسناد هم وسپارل شو چې د هغه په اړه د "شرم وړ" او د هغه د مالي چارو په اړه پټ معلومات په‎کې وو.

جېمز کلېپر ویلي:

"ما ټینګار وکړ چې دا سند د امریکا د استخباراتي ادارو د کار محصول نه‎دی، زه باور لرم چې دا سند زموږ ادارو نه دی افشا کړی او د دې سند خپرېدل د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي."

د اسوشیټېډ پرېس په حواله، په دې سند کې د ټرمپ د نېږدې کړیو او روسیې ترمنځ د ارتباط په اړه معلومات د مؤثقو سرچینو په حواله نه‎دي خپاره شوي.

په‎دې سند کې د امریکا د ډیموکراټ ګوند د یو شمېر پېژندل شوو غړو د ایمیلونو د هک او د ډونالد ټرمپ د "غیرعادي" جنسي اړیکو په اړه معلومات هم نه‎دي ثابت شوي او د نا څرګندو سرچینو په حواله خپاره شوي دي.