پاکستان کې د "ثمر عباس"د ورکېدو شرایط لا نه‎دي څرګند شوي

په پاکستان کې د بشري حقونو د یوه مدافع ثمر عباس همکاران وايي چې د هغه د ورکېدو شرایط لا نه‎دي څرګند شوي.

دا په پاکستان کې پینځم بشري فعال دی چې په وروستیو څو ورځو کې لادرکه کېږي.

په پاکستان کې د "مدني پرمختګ اتحاد" اداره چې ثمر عباس یې مشري کوله، وايي چې عباس د جنورۍ په اوومه، یعنې د شنبې په ورځ له کراچۍ ښاره لادرکه شوی دی.

د عباس تر لا درکۍ مخکې یو شمېر نور بشري فعالان هم د پاکستان له بېلابېلو ښارونو ورک شوي چې زیات په‎کې لبرال بلاګران او د ویب‎پاڼو مسؤلین دي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان "هیومن رایټس واچ" او ملګرو ملتونو په پاکستان د بشري فعالانو د داسې لا درکیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د بیان د ازادۍ د برخې مشر ډېوېډکايي ویلي چې هېڅ حکومت باید پر خپلو وګړو داسې حملې ونه زغمي.

د مدني پرمختګ اتحاد غړي طالب رضا ویلي، د ثمر عباس لادرکي ښايي په پاکستان کې د ازادو او لېبرالو غږونو د غلي کولو لپاره یوه هڅه وي.