م.م: د ۲۰۱۷ لومړې اونۍ کې ۹۴۰۰ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې ۹۴۰۰ بې اسنادو افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې افغان حکومت به د دې کډوالو وضعیت ته په څه ډول رسیده‎ګي کوي.

د راپورونو له مخې په تېرو ۱۰ ورځو کې وطن ته ډېر راستانه شوي کډوال له ایرانه راستانه شوي افغان ځوانان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند ماټهاو ګرایډن وايي:

د کډوالو راستنېدل د پیشبینۍ وړ نه دي ځکه په دې برخه کې بېلابېل عوامل وجود لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړۍ اوونۍ کې د۱۶۵۰ بې اسنادو کډوال له پاکستان او ۷۸۰۰ هم له ایرانه ایستل شوي دي.

ملګرې ملتونه وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۷۰۰ زره بې اسنادو افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي خو د دوی لپاره په افغانستان کې امکانات په هغه اندازه چې لازم دي، نشته.