عبدالرازق: د کندهار پېښه حقاني شبکې پلان کړې وه

د کندهار امنیه قوماندان وايي، د دغه ولایت د تېرې شپې حمله حقاني شبکې د پاکستان د استخباراتو سره په ګډه پلان کړي وه.

جنرال عبدالرازق نن په کندهار کې خبریالانو ته وویل چې د پېښې په تړاو هغه څلور کسان نیول شوي چې په دغه مېلمستون کې يې ساختماني کارونه کول.

نوموړي وویل چې په کندهار کې يې د حقاني شبکې له لوري د بريدونو راپور دوې اوونۍ مخکې تر لاسه کړی و.

د عبدالرازق په خبره د حقانې شبکې اصلي پلان پر امنیتي غونډې حمله او د دغه ولایت سقوط و.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت د سلا کار حنيف اتمر په مشرۍ يو پلاوی د دغه پېښې د تحقق لپاره کندهار ته رسېدلی.

وسله والو طالبانو په دغه بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چي په داسې يوه خوندي ځای کې دا ډول پېښه شوې ده بلکې تردې وړاندې د کندهار د ولایتي شورا رئیس احمدولی کرزی، قومی مشر حشمت خلیل کرزی او ډېری نور چارواکي هم په داسې تکتیکي ډول وژل شوي دي.