روغتیا وزارت: کابل کې وروستیو خونړیو حملو ۳۷ تنه وژلي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل ښار د تېرې ورځې په خونړیو حملو کې ۳۷ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار قمرالدین صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دوی وروستۍ شمېرې ښیې چې په دې حملو کې ۹۸ تنه ټپیان شوي هم دي:

"د تېرې ورځې په مرګونې پېښه کې ۳۷ کسان وژل شوي او ۹۸ کسان ټپیان شوي دي، ټپیان ټول د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لیږدول شوي دي."

خو یو شمېر رسنۍ د کابل د تیرې ورځې د حملو ارقام تردې زیات یادوي.

دغه پېښه د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د عفوې د نړیوال سازمان له خوا په سختو ټکو غندل شوې ده.