د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي چې افغان سوداګر او صنعتکاران د مالیې وزارت له لورې د بیلانس په اړه شکایت لري.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې مخکې سوداګرو په کال کې یوځلې مالیې وزارت ته بیلانس ورکاوه، خو اوس د مالیې وزارت د نوي قانون له مخې هر سوداګر باید په هرو درېیو میاشتو کې بیلانس تحول کړي.
حاجي اغا وايي چې افغان سوداګرو د مالیې وزارت له نوي قانون څخه خبر نه وو او اوس چې نو مالي کال پیل شوی له دوی څخه د جریمې غوښتنه شوې ده.
بلخوا د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د نوي قانون د تعدیل طرحه عدلیې وزارت ته لېږلې او له سوداګرو سره په مشورې به په کې تعدیل راولي.