د کندز امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د روان کال له پیله تر اوسه پورې د دې ولایت پولیسو لهخوا یو نیم ټُن بېلابېل ډوله نشهیي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د نیول شویو نشهیي توکو په تړاو ۶۶ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي او د ډېرو پلټنو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه:
"روان کال کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پرسونل لهخوا یونیم ټُنه بېلابېل ډوله مخدره توکي سره له ۸ عرادې موټرو کشف او ضبط شوي دي او په تړاو یې ۶۶ تنه مشکوک کسان هم نیول شوي دي او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پولیسو هڅې د قدر وړ دي."
ښاغلي حمیدي زیاتوي چې د نشهیي توکو کشف او ضبط او د قاچاقبرانو نیول د سیمې د امنیت په ټينګښت کې رغنده رول لري.
نوموړی وايي:
"وسلهوال مخالفین زیاتره د مخدره توکو قاچاق له لارې تمویل او اکمالېږي، نو کله چې د مخدره توکو تولیدي کارخانې لهمنځه وړل کېږي او مخدره توکي نیول کېږي نو دا په خپله د امنیت په راوستو کې مثبت رول لري."
د نوموړي په وینا چې خپلې هڅې نور هم ګړندۍ کوي، څو د مخدره توکو د قاچاق او قاچاقبرانو مخه ونیسو چې د وسلهوالو مخالفینو تمویلي سرچېنې لهمنځه ولاړې شي او په سیمه کې امنیت ټينګ شي.
په ورته وخت کې کندز کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس عبدالبصیر مُرشد وايي چې له اووه کالو راهیسې کندز د هېواد له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې د کوکنارو د کرکېلې کچه پهکې صفر ته رسېدلې خو دې ولایت ته مخدره توکي له نورو ولایتونو څخه را انتقالېږي.
راپور: اجمل ارین