د امریکا سنا د دواړو ګوندونو یوه ډله به یو قانون اعلان کړي

د امریکا د سنا د دواړو ګوندونو یوه ګډه ډله به هغه قانون اعلان کړي چې پر روسیه د امریکا اقتصادي بندیزونه به ورسره کلک شي.

امریکا دا بندیزونه پر روسیه له‎دې امله لګولي چې له اوکراینه یې د کریمیا ټاپو وزمه جلا او له ځان سره الحاق کړې ده.

دا قانون به سبا اعلان شي او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته به دا ګرانه کړي چې پر روسیه د ولسمشر بارک اوباما د ادارې لوري د لګېدلو بندیزونو لغوه کول به ګران کړي.

روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپووزمه له ځان سره الحاق کړه.

د قانون پردې نوې طرحه ۱۰ جمهوري غوښتونکو او ډموکراټو سناتورانو کار کړی او په سنا کې چې د جمهوري غوښتونکو تر نفوذ لاندې ده، د تائید زیات امکان لري.

ویل کېږي چې د امریکا د استازو په مجلس کې هم پر ورته طرحه کار روان دی.