د یوه جګپوړي روسیي ډيپلوماټ مړی په اتن کې په خپل اپارتمان کې موندل شوی دی.
روسي او یونایي چارواکي وایي چې اندري مالانین د مرګ علت طبیعي دی.
د پنځه پنځوس کلن مالانین جسد د دوشنبې په ورځ په اتن کې د هغه د خوب په کوټه کې وموندل شو، دی په یونان کې د روسیې د سفارت د کونسلګرۍ د برخې مشر و.
سفارت نن په یوه بیان کې وویل چې د عدلي طب متخصصانو وویل چې د مالانین د مرګ علت طبیعي دی.
د یونان پولیسو هم وویل چې داسې نښې نه لیدل کېږي چې مالانین دې وژل شوی وي.