د ایران د پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د جنازې مراسم په تهران کې روان دي.
زرګونه ایرانیاني عوامو او دولتي چارواکو په دې مراسمو کې برخه اخیستې ده.
رفسنجاني له ۱۹۸۹مه تر ۱۹۹۷ کلونو پورې د ایران ولسمشر و.
دی د دوشنبې په ورځ د ۸۲ کلونو په عمر د زړه د حملې له امله وفات شو.
ټاکل شوې ده چې د ایران مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي د تهران په پوهنتون کې د رفسنجاني د جنازې لمونځ ادا کړي.
د رفسنجاني جسد به د ایران د اسلامي انقلاب د مؤسس ایتالله روحالله خمیني له ګور سره نېږدې خاورو ته وسپارل شي.