د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې نهه تنه وسلهوال طالبان نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، افغان ځواکونو تېره شپه شااوخوا دوه بجې د غنيخېلو ولسوالۍ ګلايي سيمه کې چاڼيز عمليات کړي چې په پایله کې يې نهه تنه وسلهوال طالبان نيولي.
خوګياڼی وايي، په نیول شویو طالبانو کې اووه تنه د خېبر پښتونخوا د سوات سيمې او دوهيې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
وسلهوالو طالبانو د دې عملياتو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نهدي ويلي.