ویسا: د ملا عمر زوی او د «ISI» جنرالان ارزګان ته تللي

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغان ولسمشر د تېرې ورځې د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر له قوله لیکلي د دفاعي او امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته به ځانګړی پام کېږي.

وړاندې په مطلب کې یادونه شوې د سرتیرو قرباني په یوه ولایت او یوه کلي پورې اړه نه لري بلکې په یو نسل پورې اړه لري چې باید درناوی یې وشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼه د ولسمشر له خولې لیکلي له هېواد څخه د دفاع په لاره کې د افغان سرتېرو هڅې او قربانۍ د دې لامل شوې چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره ژمنې بیا نوې کړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشر دا ډول څرګندونې افغان ولس پر راتلونکي باوري کوي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې دا د ولس او هېواد لپاره ستر ویاړ دی چې افغان ځواکونه د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې ځانونه قربانوي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ولسمشر محمد اشرف غني دا اقدام ستایو.

د سرمقالې د لیکوال په باور د قرباني شویو افغان سرتېرو د کورنیو ستونزو ته رسیده‎ګي د دې لامل کېږي چې د دفاعي او امنیتي ارګانونو منسوبین په کارونو کې پرځان نور هم ډاډمن کړي د هېواد د دفاع په لار کې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي.

چراغ:

چراغ خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي امنیتي ارګانونو کې فساد د تلفاتو د زیاتېدو لامل شوی چې د ښاغلي غني په خبره د منلو وړ نه دی.

بل خوا کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په نور موضوعاتو لیکني او تبصرې کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د ارزګان د وکیلانو په حواله لیکي د ملا عمر زوی، د طالبانو د دفاع وزیر او د ای اېس ای جنرالان ارزګان ته تللي دي.

وړاندې په مطلب کې راغلي دغو دوو طالب چارواکو او د ای اېس ای دوو پوځي جنرالانو په ارزګان کې له خلکو سره خبرې پيل کړي دي.

د لیکوال په اند که افغان حکومتي چارواکي داسې په خواږه خوب ویده وي، نو ډېر ژر به یوازې، ارزګان نه، بلکې د هېواد یو شمېر نور ولایتونو هم د طالبانو لاسته ولویږي.

دنیا:

په پای کې دنیا خپلواکې ورځپاڼې د ارزګان د ولايتي شورا له قوله لیکلي که یاد ولایت ته پام ونه شي، نو داعش به په کې راپورته شي.