تمه ده پنځه نړیوال قدرت لرونکي هېوادونه د ایران د شکایت په اړه د بحث په خاطر چې له امریکا متحده ایالاتو څخهیې د بندیزونو او د تړون د سرغړونې په برخه کې لري سره کېني.
ایراني چارواکي به خپل انتقادونه د امریکا متحده ایالاتو د استازي په حضور کې د امنیت شورا د څلورو نورو دایمي غړو روسیې، چین، بریټانیا او فرانسې له استازو سره په ویانا کې مطرح کړي.
تمه ده دوی په ایران باندې د پنځه جمع–یو هېوادونو د بندیزونو د لیرې کولو له لومړۍ کلیزې شپږ ورځې مخکې نن سره وګوري.
ایران انتقاد کوي چې متحده ایالاتو له اټمي تړون څخه سرغړونه کوي او لا هم په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او ځینو نورو راکړو-ورکړو برخه کې بندیزونه پر ځای دي او له وعدې سره سمیې عمل نهدی کړی.
واشنګټن په ایران کې د بشري حقونو د نهرعایت او همداراز د حزبالله ډلې د ملاتړ په خاطر چې یوه ترورېستي ډله شمېرل کېږي لا هم بندیزونه جاري ساتلي دي.
له انتقادونو سره-سره تېره میاشت د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ایران باندې بندیزونه له سره تازه کړل او ولسمشر اوباما هم تائید کړل.