امریکا پر ۵ نورو روسانو بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتو پر ۵ نورو روسانو چې د بشري حقونو د سرغړونې ادعا پرې شوې، بندیزونه ولګول.

په دغو کسانو کې جګپوړی قانون نافذوونکی الکساندر باستریکین او د پارلمان غړی اندري لوګوفوۍ شامل دي چې په بریتانیا کې د روسیې د حکومت منتقد الکساندر لیتفینکو ته د زهرو په ورکولو تورن دی.

د امریکا د خزانې وزارت پرون دوشنبه اعلان وکړ چې پر دغو کسانو مالي بندیزونه لګېدلي او د وېزې ورکړه منع شوې ده.