"م.م" ایران کې د څو بندیانو روغتیايي حالت په اړه اندېښمنه ده

په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو خاصې راپورترې په دغه هېواد کې د څو تنو بندیانو د نازک روغتیايي حالت په وړاندې اندېښنه ښکاره کړه.

اسما جهانګیر پرون دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه د ۸ بندیانو چې د خپل قید د غیر قانوني‌توب په اعتراض کې یې د نه‌خوړلو اعتصاب کړی، ژوند له خطر سره مخامخ دی.

یوه بندي ارش صادقي چې د بشري حقونو دفاع کوونکی دی، د جنورۍ په پیل کې د نه‌خوړلو اعتصاب بس کړ.

نوموړي د تېر کال د اکټوبر په ۲۴مه اعتصاب پیل کړی و.

ده وروسته له دې اعتصاب پای ته ورساوه چې مېرمن‌یې ګُلرخ ابراهیمي چې هغه هم د بشري حقونو فعاله ده په ضمانت له بنده خوشې شوه.

مېرمن جهانګیري د ایران له حکومته وغوښتل چې ژر او بې‌قید و شرطه هغه ټول کسان خوشې کړي چې په غیر منصفانه ډول نیول شوي دي.