نېکلسن راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره وکتل

جنرال جان نېکلسن

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان پرون په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره وکتل.

جنرال جان نېکلسن د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره له خبرو وروسته د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه ته لاړ.

په میرانشاه کې پاکستاني پوځیانو د ضرب عضب عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه، د قاطع ملاتړ عمومي قوماندان جنرال نېکلسن ته وویل چې پاکستان د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د قاطع ملاتړ مأموریت د هلو ځلو ستاینه کوي.

جنرال باجوه همداراز د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د نړیوالو ځواکونو رول مهم وباله.