د عراق خاصو ځواکونو موصل کې نور پرمختګ وکړ

د عراق خاصو ځواکونو چې موصل کې د اسلامي دولت یا داعش غړو سره جګړه کې ښکېل دي، پرون دوشنبه نور پرمختګ وکړ او د داعش غړي یې د دغه ښار د ختیځ له یوې مېنې په شا وتمبول.

د عراق د ترورېستي ضد خدماتو څانګې وویل، عراقي ځواکونو د بلدیت سیمه نیولې او د سوکار سیمې د نیولو لپاره هلې ځلې کوي.

دا سیمه پر موصل پوهنتون دپاسه یا مُشرفه ده.

په موصل کې د عراق د ترورېستي ضد خدماتو یوه افسر سمیع‌العسکري روېټرز خبري اژانس ته وویل، دا سیمه ډېره مهمه ده.

ده زیاته کړه:

"دا مرکزي سیمه ده، که زموږ لاس ته ولوېږي، موږ به ځنګلونه، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دجلې ختیځه غاړه کنټرول کړو."

عراقي ځواکونو د موصل د بېرته نیولو عملیات نېږدې ۲ میاشتې پخوا پیل کړل.