د امریکا دفاع وزارت چارواکو تائید کړه چې د دغه هېواد جنګي بېړۍ د هورمُز ستراتیژیک تنګي ته نېږدې د څلورو ایراني بېړیو لور ته د خبرداري په توګه هوايي ډزې کړي دي.
د پنټاګون چارواکو پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال وشوه چې څلور ایراني حمله کوونکي بېړۍ په زیات سرعت د «یو. اېس. اېس» ماهن جنګي بېړۍ لور ته نېږدې شوې.
دوی وویل، کله چې د ایران د سپاه پاسداران بېړۍ د امریکا جنګي بېړۍ ته ۸۰۰ متره نېږدې شوه، د خبرداري ورکوونکو ډزو تر څنګ د امریکا یوې هليکوپټرې اوبو ته د خبرداري زېګنال وغورځاوه.