خالق‌نظر: تاجکستان د افغان دولت هېڅ مخالفې ډلې سره خبرې نه‌کوي

د تاجکستان حکومت پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دا هېواد به د افغانستان د دولت له هېڅ مخالفې ډلې سره خبرې ونه‎کړي.

د تاجکستان د ولسمشر د ستراتیژیکو څېړنو مرکز رئیس خدای بیردي خالق‌نظر په دوشنبې ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل:

"تاجکستان یوازې د افغانستان مشروع حکومت په رسمیت پېژني او د دغه هېواد په خاوره کې به له بلې ډلې سره خبرې ونه‌کړي."

ده دا څرګندونې د تاجکستان د دریځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د تاجکستان ستراتیژیکو متحدانو روسیې او دغه‌راز چین اعلان کړی چې له وسله‎والو طالبانو سره‌یې خبرې کړې دي.