افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د پخواني جمهور رئیس علي اکبر هاشمي رفسنجاني پر مړینې خواشینې ښودلې ده.
ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې علي اکبر هاشمي رفسنجاني د ایران د جمهور رئيس په توګه او همدارنګه د نورو بېلابېلو دندو پر مهال د سیمې په مسایلو کې خپل اغېز او د خپلو پلویانو په زړونو کې ځانګړی محبوبیت درلود.
محمد اشرف غني د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب د ایران مذهبي مشر، د یاد هېواد جمهور رئیس، د رفسنجاني کورنۍ، د ایران دولت او خلکو ته خپل د ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کړي.
په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د رفسنجاني په مړینې خواشیني ښودلې ده.
د ایران دولتي ټلوېزیون پرون اعلان وکړ چې رفسنجاني د تهران په يوه روغتون کې د زړه د حملې له امله تېر مازيګر مړ شو.
علي اکبر هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹ میلادي کال نه تر ۱۹۹۷ میلادي کاله پورې د ایران ولسمشر و.