هاشمزی: د اساسي قانون د ۲۱ مادو تطبیق ستونزو سره مخ دی

د افغانستان د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې کمېسیون رئیس وایي د اساسي قانون د ۲۱ مادو تطبیق له ستونزو سره مخ دی.

قاسم هاشمزي نن د افغانستان د اساسي قانون د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې په ځینو دولتي ادارو کې د ظرفیتونو نه‌شتون د مادو د نه‌تطبیق اساسي لاملونه دي.

تر دې وړاندې د قانون د حاکمیت کمزورتیا، د نا امنیو او جګړو دوام، اداري فساد او د معافیت د فرهنګ له هغو مسایلو یاد شوي چې په افغانسان کې د اساسي قانون د سرغړونو سبب کېږي.

د افغانستان اساسي قانون ۱۶۲ مادې او ۱۲ فصله لري چې د ۱۳۸۲ لمریز كال د سلواغې د مياشتې په ۸مه توشېح شو.