ایران کې د "رفسنجاني" په مړینه ۳ ورځنی ملي ماتم پیل شو

په ایران کې نن د دې هېواد د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني په مړینه درې ورځنی ملي ماتم پیل شو.

رفسنجاني پرون د زړه د حملې له کبله د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو.

د ایران اوسني ولسمشر حسن روحاني او نورو لوړپوړو ایراني چارواکو نن په تهران کې رفسنجاني ته وروستی درناوی وړاندې کړ.

هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۷ م کال پورې د ایران ولسمشر و.

تمه کېږي چې د نوموړي د تدفین مراسم به سبا ترسره شي.

په همدې خاطر سبا ته په ایران کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

رفسنجاني په یو "عملي محافظه کار" مشهور و چې غوښتل یې له لوېدیځ او ایران اړیکې بهتره شي.