ناټو خپل ۲۰۰ سرتېري فراه کې ځای پر ځای کړل

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت خپل ۲۰۰ سرتېري په فراه ولایت کې ځای پر ځای کړل.

ناټو په یوې اعلامیه کې ویلي دا سرتېري به د افغان ځواکونو روزنه کوي او هغوی ته به پوځي سلا مشوره ورکوي.

تر دې دوه ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون اعلان وکړ چې په هلمند کې به ډېر ژر ۳۰۰ سمندري ځواک سرتېري ځای پر ځای کړي.

د ناټو اعلامیه وايي، فراه ته دا سرتېري د دې ولایت د والي په غوښتنه استول شوي دي چې اکثره‌يې ایټالوي عسکر دي.

فراه او هلمند دواړه په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله‎والو مخالفانو تر منځ د شدیدو جګړو شاهد دي.