د ايران دولتي رسنۍ راپور ورکړى چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د ۸۲ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د ایران دولتي ټلوېزیون پرون اعلان وکړ چې رفسنجاني د تهران په يوه روغتون کې د زړه د حملې له امله تېر مازيګر مړ شو.
د اکبر هاشمي رفسنجاني ورور محمد هاشمي رفسنجاني تېره شپه د ايران رسنيو ته وويل:
"پنځلس کمې شپږ بجې وې، چې وضعيتيې خراب او روغتون ته ولېږدول شو، يوه روغتيايي ټيم هڅه وکړه، ويې ژغوري خو له بده مرغه ونهتوانېد."
اکبر هاشمي رفسنجاني له ۱۹۸۹ میلادي کال نه تر ۱۹۹۷ میلادي کاله پورې د ایران ولسمشر و.
رفسنجاني دغهراز د ایران د اسلامي جمهوريت له مهمو بنسټ ایښودونکو څخه و.