عراقي ځواکونه د دجلې سیند ختیځې غاړې ته ورسېدل

د عراق ځواکونه چې په موصل ښار کې د داعش ډلې د سخت دريځو وسله‌والو پر ضد جنګېږي، وايي پرون د دجلې سیند ختیځې غاړې ته ورسېدل.

دا له داعش څخه د دې ښار د بېرته نیولو د عملیاتو په ترڅ کې چې امریکا يې ملاتړ کوي د عراقي ځواکونو یوه لویه بریا ګڼل کېږي.

د عراق د ترورېزم ضد خدماتو قطعې وياند صباح‌النعمان ويلي، د دې قطعو پوځيان توانېدلي ځانونه د دغه سيند ختيځې څنډې ته ورسوي.

عراقي ځواکونه د دجلې سيند پر هغه برخه چې د موصل په جنوب کې ده، کنټرول لري، خو داعش ډله د موصل پر ټوله لوېديځه برخه کنټرول لري.

د عراق د ترورېزم ضد خدماتو پوځيان د هغه يو لک کسيز ځواک يوه برخه ده چې د امريکا هوايي ځواک‌يې ملتيا کوي او عراقي پوځيان، کُرد جنګيالي او شيعه ملېشه هم ورسره اوږه په اوږه له موصله د داعش د ايستلو لپاره په جنګ کې برخه لري.

د چټک غبرګون قطعې غړي حشام عبدالکاظم روېټرز ته وويل، داعش ډله‌يې له زياتو سيمو شړلې ده.

ښاغلي کاظم زیاته کړې:

"څومره چې زموږ پوځيان پرمختګ کوي، ورسره د داعش دفاعي ځواک کمزورى کېږي. اکثريت سخت دريځي وسله‌وال له سيمې تښتېدلي، خو تر شا يې منفجره مواد، د ځانمرګي بريد واسکټونه او د وژل شويو انسانانو مړي پاتې وي. په پيل کې دوى د مقاومت هڅه وکړه، خو د خداى شکر دى چې زموږ پوځيانو خپله بهترينه روزنه او دقت ثابت کړ."

د عراق د دوهم لوى ښار موصل د بېرته نیولو عملیات د اکټوبر پر ١٧مه پيل شول.