د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د استخباراتي ادارو دا نتیجه ګیري ومنله چې وايي، روسيې د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د لاسوهنې هڅه کړې ده.
دا خبره د ډونالد ټرمپ د دفتر ټاکل شوي رئيس رینز پرایبُس (Reince Priebus) پرون وکړه.
نوموړي ویلي ټرمپ دا حقيقت ومانه چې روسيه او نور بنسټونه په سایبري يا انټرنټي حملو کې لاس لري.
د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې څو-څو وارې دا مسئله رد کړې چې ګواکې روسيې د ده په پلوي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې انټرنټي لاسوهنه کړې ده.
ډونالد ټرمپ ویل دا ادعاګانې د ده د سیاسي مخالفانو لهخوا کېږي او هڅه کوي په انتخاباتو کې د ده بريا اغېزمنه کړي.
په همدې حال کې جمهوريپال سناتور لېنډسي ګراهام له ډونالد ټرمپ نه غوښتي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنې له امله لکه څنګه چې استخباراتي ادارې يې ادعا کوي، روسيې ته سزا ورکړي.
ګراهام پرون د امريکا «NBS» ټلوېزيون ته وويل:
"په یاد مو دي کله چې د نوي کال په شپه له ډونالد ټرمپ څخه په دې اړه پوښتنه وشوه ،هغه وویل راځئ خپل ژوند ته دوام ورکړو، ډونالد ټرمپ ته مې ځواب دا دی چې زموږ ژوند پر دې نظر ولاړ دی چې موږ ازاد خلک یو. رأی ورکولو ته ځو او د پردیو له دخالت پرته رأيه ورکوو. که یو بهرنی بنسټ ستاسو په انتخاباتو کې مداخله وکړي تاسو نهشئ کولای په داسې ډموکراسۍ کې چې يو بهرنى بنسټ هڅه کوي ستاسو د انتخاباتو پر پروسه اغېز ولري، خپل ژوند وکړئ. نو ښاغلیه منتخب ولسمشره دا ډېره مهمه ده چې خپله مشري دلته ثابته کړئ."
د امریکا استخباراتي ادارې وايي، د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین د هک کولو د کمپاين امر کړى و، څو د امریکا پر انتخاباتو نفوذ ولري او د ټرمپ له بريا سره مرسته وکړي.
په هغه غير محرم راپور کې چې د ملي استخباراتو د ادارې مشر د جمعې په ورځ خپور کړ، راغلي چې د دغو هڅو هدف دا و چې د ټرمپ د سيالې ډموکراټې هېلرې کلېنټن په بېاعتباره کولو سره د ټرمپ بريا سره مرسته وشي.