الکوزی: د بغلان سکرو کان تړون لغوه کېدو پانګوال اندېښمن کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې د بغلان د سمنټو فابریکې او د سکرو د کرکرـ دود کش کان د تړون لغوه کېدل د افغان پانګوالو تر منځ اندېښنې راپیدا کړي دي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له لغوه کېدو مخکې باید افغان حکومت په دې اړه یو کمېسیون ګمارلی وی، څو دغه قضیه‌یې څېړلې وی.

افغان حکومت د جدي میاشتې په ۱۶مه له دې امله چې قراردادي شرکت پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی، دغه تړون لغوه کړ.

افغان حکومت لس کاله مخکې له یوه افغان «ALC» شرکت سره دغه تړون د ۴۹ کلونو پر مخ کړی و.

الکوزي وویل هغو افغان پانګوالو چې اوس‌مهال په افغانستان کې د انرژۍ، ساختماني چارو او کانونو په برخه کې پانګونه کړې اندېښنه لري.