چارواکي: بدخشان کې ۳ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د بدخشان ولایت امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې ۱۵ وسله‌والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې د اوښتولو ادعا کوي.

د پامیر شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي وايي چې افغان ځوکونو له یوې اوونۍ راهیسې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې ژمني عملیات پیل کړي چې له کبله‌یې تر دې دمه ۳ مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي کریمي په خبره د یادو عملیاتو په نتیجه کې د بدخشان ده بلند، دوابی، دریل، شهید درې کلي د مخالفینو له حضور څخه تصفیه شوي دي.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ټول هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ژمني عملیات پیل شوي چې د امنیتي چارواکو په خبره تر دې دمه ښې لاسته راوړنې هم لري.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.